د افغانستان د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان به هېڅ کله امریکا ته په نظامي برخه کې د همکارۍ اجازه ور نه کړي.
حنفي دا خبره پرون شنبې د لیندۍ ۲۷ مه کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي سره لیدنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، له افغانستان سره د امریکا مرستې به یوزاې بشردوستانه وي او هېڅ کله به اجازه ورنه کړي، چې امریکا له افغانستان سره په نظامي برخه کې همکاري وکړي.
د حنفي په وینا په داسې حال کې، چې امریکا د افغانستان اقتصادي ستونزې ویني خو بیا هم پر خپلو اقتصادي فشارونو ټینګار لري.
په ورته وخت کې د ایران د سفیر مرستیال ویلي، چې له افغانستان سره به د دوی د هېواد مرستې دوام ولري.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/24860